انصار:( د لړم ۱۱مه) ، په ارزګان کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولینو او د دغه ولایت سوداګرو نن په يوې جوړه شوي غونډه کې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
د سوداګرۍ خونې ځايي مسوولين وايي، له هغه وروسته چې کلدارو ارزښت له لاسه ورکړی، په دغه ولايت کې لوی او واړه تجارتونه ۵۰ فیصده زیانمن شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګوني خونې ريیس حاجي حبیب الله عمري وايي، اوس دوی هڅې پیل کړيې چې د بهرنيو اسعارو په مخنيوي سره اوښتی زيان جبران کړي.
هغه وويل: « نيمايي ټول تجارات زيانمن شوي، چا چې په کالدارو معامله کوله، تجارات يې له ۱۰۰فيصدو څخه ۵۰ فيصده ته راکښته شوی.»
په همدغه وخت کې يو شمېر نورو تجارانو هم په ياده ناست کې رسنيو ته وويل چې د کالدارۍ د بي ثباتۍ له کبله دوی سخت زيانونه ليدلي دي.
هغوي بیا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې دې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې مطلق بنديز ولګوي.
د حاجي عبدالقدير په نوم يو ملي تجار وويل: « موږ داسي زيانمن شوي يو چې پخوا مو کوم څه په ۱۱۰ ډالر راوړي وو، بیامو دلته په کالدارو ورکړي وو، اوس يو ډالر ۳۰۰ کالدارو ته لوړ شوي دی. زموږ چې کومي کالدارې دي، هغه ټولې ختمي شوې.»
په ارزګان کې ځايي چارواکي وايي، له تېر يوه کال راهیسي يې هڅې پیل کړې، څو د بهرنيو اسعارو مخه ونيسي او خلک له زيان څخه خلاص کړي.
د ارزګان والي مولوي محمد علي جان احمد هغه کسان ګرم وبلل چې په بهرنيو اسعارو يې راکړه وکړه کوي.
والي: « ولس ته چې څومره زيانونه واوښتل، دا د دغه ولس د خپلې ناپوهۍ له کبله ورسيدل. الحمدالله په دي برخه کې موږ سل فيصده خپل مسوليت ادا کړی، که اوس هم دوی خپلې ناپوهۍ ته پاملرنه ونه کړي، د نور زيان سره به هم مخه شي.»
له څو لسيزو راهیسي د هېواد په جنوبي زون کې په پاکستانۍ کالداري راکړه ورکړه کيدل چې د کالدارۍ په بي ثباته کيدو سره دي زون کې خلک سخت زيانمن شول.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28201